په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي معاونیت د رسنیو دفتر نن شنبه د لړم ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د څه باندې ۷۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
په دغو محصولاتو کې پنبه، مڼې، زردالو، انګور، اینجه، ممیز، بادام، بادنجان رومي، زعفران، پیاز، زیړه، د مۍ، لوبیا، پسته، تنباکو، کچالو، طبي بوټي او بادرنګ شامل دي.
خبرځای زیاته کړه: دغه کرنیز محصولات د ایران د اسلامی جمهوریت، پاکستان، ترکیې، جرمنی، متحده عربی اماراتو، هند، چین، روسیې، هالینډ، قزاقستان او نورو هیوادونو ته صادر شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment